ایکنا خبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ، ؛آکاډمیا؛ نړیوالې موسیسې چې دڅيړنیزو،عملی او انسان دوستۍ د نشریاتو په خپرونې کې فعالیتونه کوي، د کربلا د پيښې په باب ئې یو تخصصي کتاب خپور کړی چې د کینیډا د مک مستر پوهنتون د استاد لیاقت تکیم له خوا لیکل شوی دی.
دغه موسیسې د کتاب د معرفي په پیل کې د ؛کربلا احیاء؛ په عنوان سره لیکنه کړې ده، په داسې شرائطو چې زیاتره مطالعې د کربلا له حماسې او حضرت محمد (ص) د لمسی له شهادت او د حضرت امام حسین علیه السلام دسرښيندنې له نتیجو سره اړونده وې ، مطالعاتو په یوه بل ډول مختلفو دستورو ته مخه کړې ده چې ددغې واقعې د احیاء او درنښت په باب دي.
د کتاب په خاصو ټکو یا لب لباب کې روښانه شوې ده چې دغه کتاب د جنوبي آسیا پر کلتوري او ادبی ډګر باندې د کربلا د پښې اغیزو ته پوښښ ورکوي.
د کینیډا د مک مسټر پوهنتون داسلامی معارفو استاد پروفیسر لیاقت تکیم ،د روان کال په وروستیو کې د اربعین دزیارت په شپږم نړیوال علمی سمینار کې چې د حسینی عبته حرم دمطالعاتو اوڅيړنو دمرکز له خوا ترسره شو، ګډون کړی ؤ.
هغه په دغه کنفرانس کې د حسینی اربعین د احیاء دتاریخي مخینې په باب یوه مقاله هم وړاندې کړې وه.