ایکناخبری آژانس د مصر۲۰۳۰له قوله راپور راکړ،د الازهر دفاعي ادارې په یوې اعلامیې کې ووئيل،د درستې نړۍ دمسلمانانو د وضعیّت په تیره بیا دنفرت خوړونکو څرګندونو دمخنیوي لپاره د هڅې اوفکري مسئلو څخه د خپلې تعقیبونې په چوکاټ کې ئې د آمازون انټرنیټي بازار موندنې د چینل په وسیله اسلام ته د سپکاوي کونکو دوو کتابونو پر حذفیدا مشتمل خبرونه ترلاسه کړي دي.
دغه مرکز اشاره کړې ده،چې په لومړي کتاب کې هڅه شوې ده څو اسلام ته له ترهه ګرۍ سره غوټه ورکړي او دا دواړه له یوه بله نه جلاکید ونکي وبریښوي،په داسې حال کې چې په دوهم کتاب کې،د غلطو او ورانکارو او غیراخلاقی چینلونو په وسیله ترسره شوو غیرانساني اقداماتو ته له اسلام سره نسبت ورکړل شوی دی.
د الازهر دفاعي ادارې د هغو ناسمو افکارو په دلیل ددغه شان کتابونو د حذفیدا او د هغو دنه خپریدو په هرکلي سره چې د مسلمانانو په ضد نفرت او تاؤتریخوالی دودوي،دداسې قوانینو او مکانزمونو د غوره کولو په ضرورت ټينګار وکړ چې د بیان د آزادۍ په نامې سره د دینونو سپکاویو لپاره د زمینې د برابریدا او د مسلمانانو په ضد دنفرت له امله د جرمونو دترسره کیدامخنیوی وکړي.