ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئیل ، که چیرې امریکا زمونږ د حکومت په رسمیت له پيژندلو ډډه وکړي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ ته به دوام ورکړو .
هغه وویل امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو په ډډه کولو سره د افغانستان د خلکو پرضد د دښمنۍ دروازې په بشپړه ډول خلاصې پرانیزي . هغه جوته کړې که دوي په رسمیّت وپيژندل شي ، نو نور د هیڅ یوه هیواد لپاره به ګواښ نشي او دم ګړۍ په افغانستان کې هیڅ ډول ترهه ګره ډله وجود نه لري .
د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغه ډلې په وړاندې د امریکا په سیاست باندې نیوکې سره وویل واشنګټن له مونږ سره د نړیوالې ټولنې د تعامل خنډ شوي ده او دغه کار د منلو وړ نه دی .
د سراج الدین حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې نړۍ هیوادونو د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره یوشمیر شرطونه کیښودلي دي لکه د ټول ګډونه حکومت جوړول ، د ښځو د حقوقو په شمول د بشري حقوقو رعایتول ، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د طالبانو په وړاندې د القاعده په شان له ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا غوڅول .