قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د اېسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن د امریکې د مسلمانانو د جمعیت شپاړسمې کلنۍ کنګرې ته چې پرون د امریکې په شېکاګو ښار کښې جوړه شوه د یو پېغام په لېږلو سره د قدس په موضوع کښې د اسلامی نړۍ د هېوادونو د پېوستون ستائېنه وکړه.
هغه په دغه پېغام کښې همدارنګ زیاته کړه، د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې یو سل اتویشتو هېوادونو د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندلو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اقدام سره مخالفت وکړ چې دا موضوع پکار دی د امریکائی چارواکو لپاره د پوښتنې ځاے وی او هغوی پکار دی د قدس د موضوع په اړه په خپل چلند کښې بیا کتنه وکړی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i62309