IQNA

د روس قرآن نړیواله مقابلې وروستنی مرحله نن پیل کېږی

7:38 - October 12, 2015
د خبر لمبر: 3384277
نړیواله ډله: د روس قرآن نړیواله مقابلې ۱۶ وروستنی دوره، نن ماځیګر د مسکو ښار «سالن «کراکس سیتی هال» پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دې مقابلو مقدماتی مرحله د نړۍ ۴۴ قرآنی حافظانو شتون سره د جمعه په ورځ د ټول قرآن کریم حفظ برخه کې مقابله شروع او تر نن د شپې ۹ بجو پوری ادامه لرله.

ړومبنی دوره کې د وروستی مرحله لپاره د ۶ کسانو اعلان نه پس، نن ماځیګر به اخیرنی مرحله شروع کېږی.

۶ کسانو کې چې تر اخیرنی مرحلې پوری ځان رسولی، دری کسان به ترې د روس قرآنی نړیواله مقابلې ۱۶ دوری لپاره انتخاب کېږی.

دی کال د روس قرآنی نړیواله مقابله کې ۴۴ هیوادونو ګډون کړې چې مخکې دا ړومبی ځل وو ځکه چې تېرو کلونو کې به د ۳۰ نه تر ۳۵ هیوادونو په دې مقابلو کې ګډون کولو.

د اروپا هیوادونو لکه رومانیا، بلغارستان، فنلند، انګلیس، جرمنی او د آسیا شرق جنوبی هیوادونه لکه اندونیزیا، مالیزیا، برونای او نور منځنی ختیځ هیوادونه او د همګټو هیوادونو غړو په دې مقابلو کې ګډون وکړو.

د دې مقابلو د قضاوت کوونکو ډله د اردنی قضاوت کوونکې په مشرتوب کې د روس، برونای، مصر او یمن قضاوت کوونکو ته شامل ده، چې د قرآن د تلاوت حسن او حفظ په اساس او د قرائت او آواز آهنګ او د قرائت دود باندې به فیصله کوی.

په دې مقابلو کې ړومبۍ مقام تر لاسه کولو قاری ته ۱۰زره ډالر، دویم مقام ترلاسه کوونکې ته ۷زره ډالر او دریم مقام ترلاسه کوونکې ته ۳ زره ډالر جایزه ورکړی کېږی.

په دې مقابلو کې له ټولو کم عمر مقابله کوونکې «بلال عبدالخالیقوف» د روس اتحادیه غړی دی چې له جمهوری داغستان له اړخه په دې مقابله کې ګډون کوی.

د جمهوری اسلامی ایران غړی «موسی معتمدی» د هیواد وتلی حافظ دی چې پرون د اخیرنی دوره لپاره اعلان شوی قاریانو کې نوم شامل وو.

موسی معتمدی د ایران قم مقدس ښار کې په کال ۱۳۶۷ کې زېږېدلی چې کال ۱۳۹۲ کې د قرآن کریم سراسری مقابلو ۳۶دوره کې د حفظ په برخه کې دویم مقام تر لاسه کړی وو.

http://iqna.ir/fa/News/3383893

captcha