IQNA

شمال موصل کښې داعش «مریم العذراء» کلیسا ګوزاره کړه

23:36 - February 26, 2015
د خبر لمبر: 2902319
نړیواله ډله: داعش تکفیری ډلې، د موصل شمال کښې «مریم العذراء» کلیسا ګوزاره کړه


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «السومریه نیوز» ویب پاڼه نه په نقل، د نینوا ولایت یو محلی سرچینې عراق نه راپور ورکړی: ترهګره ډله داعش په ماښام وخت کښې شمال موصل کښې مریم الغذراء کلیسا ګوزاره کړی.

دې خبری سرچینې زیاته کړه: دې ترهګری ډلې داعش دا کلیسا خپله څوکۍ جوړه کړه ده او مشران یی چې د اروپا، عربی او نورو شرقی هیوادونو تابعیت لری په دغه کښې استوګنه کوله.

دې سرچینې چې غواړی نوم یی پټ وی وویل: چاودنې سره دا کلیسا په پوره توګه ویجاړه شوی.

د داعش ترهګرو هم دارنګه د موصل «الفیصلیه» سیمه کښې یوه زړه او تاریخی کتابتون چې نینوا ولایت کښې وه او په کښې لاسکښنه چې د تاریخ مختلف دورو سره مربوط وی ته اور ورته کړی.

هغې هم دارنګه په دغه کتابتون باندې برید کښې د عراق زړې ورځپاڼه چې تاریخ یی د ۲۰ پېړی وو سره د عثمانی دور نقشې هم نابود کړی.

همدارنګه یی د محصلانو په مخکې د کتابتون نور کتابونه هم وسوځول او ایره ایره یی کړل.

دې وحشی اقدام سره ځینې خلکو خپل کوښښ وکړو چې د کتابونو اور چې داعش ورته ورکړی وو بند کړی خو ولی کامیاب نشو.

د داعش ترهګرو له دې نه مخکښې تقریباْ ۲۰۰۰ کتابونو ته اور ورکړی وو چې په کښې د ماشومانو کیسۍ، شعر، فلسفه او د روزنې کتابونه وو او خلکو ته یی ویلې وو: دا کتابونه د الله نه لری کوونکې او د کفر نه ډک دی او باید وسوځولې شی.

http://iqna.ir/fa/News/2880295

captcha