ایکنا نیوز؛د ایران په اسلامی جمهوریت کې د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها او د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ترمینځ لسیزه د کرامت لسیزې په نامې سره لمانځل کیږي، چې د حضرت علی ابن موسی رضا(ع) نیکمرغه زوکړې ورځ ئې وروستۍ ورځ ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول په درستې نړۍ کې د ولایت او امامت د آسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام علی ابن موسی رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت ولولناک جشنونه ترسره کیږی او په تیره بیا په قم او مشهد مقدس کې په دې مناسبت په لکونو مینه وال غونډ شوي او له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوي.
د ایکنا درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .