IQNA

د حضرت امام خمینی لیدتوګې هماغه شان د مسلمانانو امید پیاوړی کوي

6:29 - May 31, 2023
د خبر لمبر: 3487418
د نیجریه دعالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا ووئيل،  له حضرت امام خمیني مخکې، دنړۍ مسلمانان  ناامید وو،خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په تعالیماتو سره ، مسلمانان پوهه شول چې اسلام د دوی یوازینۍ امید او غوره لاره ده .

 

ایکنا د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د نیجریه د عالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې  د حضرت امام خمیني د رحلت د کلیزې په مناسبت ووئيل،  حضرت امام خمیني یو آئيډئيل شخصیّت درلود،او د نړۍ په سویه  د حقیقي اسلام د دودیدا  بیلګه ؤ.

 د نیجریه د اهل سنت د عالمانو د شورا مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  حضرت اما م خمیني  د سوچه محمدي  اسلام  د دودیدا لپاره هڅه  کړې ووئيل،  دحضرت امام خمیني ژوند او د ایران اسلامی انقلاب، د اهل تسنن او اهل تشیّع ترمینځ د اسلامی وحدت او تفاهم یوه حقیقي نښه ده .

د نیجریه د اهل تسنن دغه لوي  روحاني  زیاته کړه ، امام خمیني  دد مسلمانانو لپاره ښکاره کړه،دشیعه او سني  اساس یو دی  او په  همدې سبب  ئې د مسلمانانو پر اتحاد او یووالي ټينګار درلود.

د نیجریه د  عالمانو دشورا مشر ووئيل، د نیجریه ځيني پخواني  چارواکي  د حضرت امام خمینی له لیدتو ګو متاثر شوي دي او په جنوبی افریقا کې له آپارټائيډ رژيم سره مبارزه  هم  د حضرت امام خمیني  له لیدتوګو  اغیزمنه  وه. د نیجریه د اهل تسنن دغه لوي عالم  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی انقلاب  ډير ښه علمي پرمختګونه ترلاسه کړي دي، ټينګار وکؤ،  افریقائي هیوادونه باید د حضرت امام خمیني  له اسلامی نظامه بیلګه واخلي.

https://farsi.iranpress.com/africa-i233079

captcha