IQNA

اسرائیلي هیکرانو د پاکستان ځیني مهم اطلاعات غلا کړې دي

7:06 - May 30, 2023
د خبر لمبر: 3487414
ایکنا-(تهران) د پاکستان د ډیرو مهمو او پټو اطلاعاتو په غلا کولو کښې د اسرائیلي او روسي هیکرانو لاس دی او په اسلام آباد کښې حکومتي سرچینو تاییده کړې ده چې دغه هیکران د ځینو مهمو چارواکو اطلاعاتو ته د رسیدو په تکل او کوشش کښې دي.

ایکنا د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ،د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې د اسرئیلي هیکرانو د فعالیت په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته، دې خبرې د اسلام آباد حکومت اندیښمن کړی دی.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې د پاکستان حکومتي سرچینو تاییده کړې چې د اسرائیلو هیکري شرکتونه د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې لاس لري او د دې موضوع حساسیت ته په پام سره، له مشکوکو شرکتونو سره د شخصي اطلاعاتو د تبادلې د مخنیوي لپاره د پاکستان ټولو اړونده ارګانونو او مهمو وزارتخانو ته فوري او لازم الاجرا حکم ابلاغ شوی دی.

د راولپنډۍ چاپ «جنګ» ورځپاڼې پرون ولیکل: د پاکستان د ډیرو مهمو او پټو اطلاعاتو په غلا کولو کښې د اسرائیلي او روسي هیکرانو لاس دی او په اسلام آباد کښې حکومتي سرچینو تاییده کړې ده چې دغه هیکران د ځینو مهمو چارواکو اطلاعاتو ته د رسیدو په تکل او کوشش کښې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i133636

captcha