IQNA

جنرال سلامي: د سراوان د شهیدانو غچ به ددغه کار له آمرانو او عاملانو واخلو

9:11 - May 23, 2023
د خبر لمبر: 3487382
ایکنا-(تهران) سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،،د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار حسین سلامی  د غیرتي پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت په پيغام کښې ټینګار وکړ چې د سراوان د پیښې له آمرانو او عاملانو څخه به د شهیدانو بدل واخلو.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د غیرتي پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت یو پيغام کښې ټینګار وکړ چې د سراوان د پیښې له آمرانو او عاملانو څخه به د شهیدانو بدل واخلو.

سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې څخه د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت یو پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو.

هغه په یو پيغام کښې د ایران د پولیسو مشر قومندان احمد رضا رادان ته د یادو غیرتي سرحدي ځواکونو د شهادت تسلیت ووایه او مبارکي یې ورکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133258

captcha