IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/22

په روسي ژبه د قرآن کریم ترټولو لوي ژباړن ایګناتی کراچکوفسکی

7:59 - May 23, 2023
د خبر لمبر: 3487378
ایکنا-(تهران) د روسیې ختیځ پيژاند او د عربی ادبیاتو څيړونکی ایګناتی کراچکوفسکي ،په لویدیځ کې  داوسمهاله  عربی ادبیاتو لومړنی معرفي کونکی  او په روسي ژبې د قرآن کریم د ترجمې ترټولو مشهور خاوند دی چې  ددغې ترجمې لپارره ئې خپل څلویښت عمر لګولی دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،ایګناتي یولیانوویج  کراچکوفسکي د 1883 کال د مارچ په څلورمه نیټه په ویلنا  کې زیږیدلی او د 1951 کال دجنورۍ په ۲۴ په لنینګراډ(په اوسني سن پټرزبرګ) کې په حق رسیدلی ، دشوروري  داسلامی و عربی مطالعاتو د مدرسې یو بنسټګر، د فلسطین دارتدوکس امپراتورئ د ټولنې غړی او  د اسلام دایرة المعارف د لومړی چاپ یو لیکوال او په روسي ژبې د قران کریم تر ټولو باؤري ژباړن  دی.

په روسیې ژبې د قرآن کریم ترجمه  د اتلسمې پيړۍ په لومړیو کې  او د د روسیې دمشهور تزار  او د اوسنی روسیې پلار ستر پيټر(پيټر دي ګریټ) په حکم سره پیل شوه.

دمګړئ په روسیې ژبه د قرآن کریم پنځلس ترجمې موجودې دي ،  له هغه مهال چې لوي پيټر  دهغه دترجمې فرمان په 1716 کې صادر کړ،(ژباړن ئې نامعلوم دی)،بیا میخائيل ورووکین(1790 )  او الکسي کولماکوف (1792) کې قرآن کریم ترجمه کړ.نیکولایف(1864)، ؛ احمدیه فرقې؛(1987) او والریا پروخورووا(1993)،فاضل قره اوغلو(1994)،محمد نوری عثمانوف،تئوډور شوموفسکي ،دیمیتري بوګوسلاوسکي (1995)الیګذینډرسادتسکي(1997) سمیه عفیفی او محمد المنسی (1999،میونیخ)،رائول بخارایوف(2006) او اورال شریپوف  او ریسه شاریپووا(2006) کال کې په ترتیب سره د قرآن  ترجمه  کولو ته ملاوتړله . شامل علاءالدینوف هم په څلورو ټوکو کې  د قرآن د معناؤ یو تفسیر خپور کړی دی.

په دې مینځو میان کې د کراچکوفسکي ترجمه ډير زیات ارزښت لري. په روسیې ژبې د قرآن ژباړې له کراچکوفسکي تر مخکې پورې دوه اساسی مشکل لرل. لومړی دا چې  ددغو ترجمو زیاتره برخه له واسطه شوو ژبو عربی ژبې ته بیرته ګرځول شوي وې او  له بل پلوه   دغه ترجمې د تزاري روسیې د ختیځ پيژاندو له دود سره اړونده وې ، چې په هغو کې  له مسلمانانو او اسلام سره یو ډول دښمني لیدل کیدله.

کراچکوفسکي  له دغې رودې لیرې شو. ترکلونوکلونو پورې  ئې د عربی ژبې زده  کول  او په عربو ټاټوبو کې د هغه ژوند لامس شوی ؤکراچکوفسکي  دعربی ژبې له جزئیاتو او پيچلتیاؤ سره بلد شي. همدااراز  هغه  په عربی ادبیاتو سره د خپلې بلدتیا په دلیل ،ښه پوهه شو چې  د قرآن کریم سټایل  له ادبی اولغوي نظره یو خاص سټایل دی او په نورو عربی متنونو کې د هغه لپاهر ورته والی نشو موندلی.

هغه خپله ټوله هڅه وکړه څو پخپلې ترجمې کې دغه سټایل اوروده روسي ژبې ته هم منتقله کړي.  دهغه موخه دا وه څو روسي ژباړه د محتوا او شکل له پلوه  الهی کلام سره نزدې شي او  د هغه دمطالعې له پلوه  د لوستونکو لپاره په مختلفو سویو هم ممکنه شي.

کراچکوفسکي دخپل عمر څلویښت کلونه  په دغه کار کې ولګول ،البته  دخپل کار نتیجه ئې هیڅکله هم ونه لیدله .د کراچکوفسکي  د قرآن کریم ترجمه  دهغه له مرګ دولس کاله وروسته  په 1963 کال کې خپره شوه ، داسې ترجمه چې  دمګړئ د قرآن کریم په روسیي ژبه ترټولو ښه ژباړه او په نورو ژبو د قرآن کریم یوه ترټولو ښه ژباړه ده.

دشوروری له دړې وړې کیدا وروسته، ددغه اتحاد له دړې وړې کیدا وروسته په خپلواکه شوو جمهوریتونو کې په کلی توګه  او په خاصه توګه د روسیې فیډریشن کې  د قرآن کریم ترجمې سره دلچسپی ډيره زیاته شوې ده .د سابلوکوف،کرچکوفسکي  او همداراز بوکوسلاوسکي  ترجمې نوی چاپ شوی دی او همداراز  په روسي ژبه د عثمانوف نوي ترجمه هم ترسره شوې ده . عثمانوف  په روسیې کې د فارسي ادبیاتو د حوزې یو متخصص هم پيژندل کیږي.

captcha