ایکنا د عراق د نون خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په کربلا معلی کې دحضرت امام حسین علیه السلام مقدس آستان میوزیم د اهل بیت علیهم السلام د یوه مینه وال له خوا د په سروز زرو، مسو ،آلماس،پلاټینم اوسپینو زرو سره د لیکل شوي کم موندونکي قرآن کریم د یوې نسخې ډالۍ ترلاسه کړې ده.
د حسینی مقدس آستان د میوزیم برخې مشرغسان الشهرستاني وائي ،د حضرت امام حسین علیه ا لسلام میوزیم ته یو داسې نوی ارزښتمن اثر ډالۍ شوی چې په سرو زرو،سپینو زرو ،آلماس، مس او پلاټینم سره لیکل شوی دی او دیوه مومن او د اهل بیت علیهم السلام عاشق ورته ډالۍ کړی دی.
هغه زیاته کړې ده ،د قرآن کریم د نسخې په برابرولو کې څلور کلوګرامه خالصه طلا استعمال شوې ده او په عثماني خط طه لیکل شوی دی او د حسینی مقدس آستان شرعي متولي او منجور شیخ عبدالمهدی الکربلایی ته له وړاندې کیدا وروسته دهغه په رضایت سره په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4141958