ایکنا د پارس ټوډې له قوله رابور راکړ، د کرامت د لسیزې د پیلیدو او د حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په قم مقدس ښار کې د دغې قدرمنې بي بي د ملکوتي درګاه د بیرغ د بدلولو دستورې پرون مازیګر ترسره شوې.
په راپور کې وئيل شوي دي ،په دغو پرتمینو مراسمو کښې د رسول ا... مبارک د پاکو اهلبیتو(ع) مدحې وویلې او متبرک بیرغ د کرامت د بي بي د پاک حرم په ګنبد باندې ورپول شو او هم داشان د نقارو وهلو دستورې ترسره شوې.
د کرامت لسیزه د ذی القعدې د میاشتې په اولې نیټې څخه د حضرت فاطمه معصومه(ص) د زوکړې له کلیزې سره هممهاله پیلیږي او د هم دې میاشتې په یوولسمه نیټه د هغې د قدرمن ورور امام رضا علیه السلام د میلاد تر کلیزې پورې دوام لري.
نو د بي بي معصومه(س) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د تهران راډیو ټولو مینه والو په تیره بیا تاسو قدرمنو ملګرو ته مبارکي وایو.