IQNA

د قرآن کریم د زده کړې لپاره د برونائي سټار تاپ،د حفاظ مدیریّت او څاره فعالیتونه

7:01 - December 04, 2022
د خبر لمبر: 3486545
ایکنا-(تهران) د حفاظ مدیریت په ۲۰۱۶کال کې تاسیس شو او دمګړئ څه د پاسه سلو متخصصو استاذانو مدریّت کوي. ددغه سټارپاپ د مسئولانو په وینا،دغه استاذان له ډير لوړ صلاحیّته برخمن وو او د برونائي د مذهبی شورا له خوا ئې د قرآن د تدریس اجازت تائيد شوی دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، ددیني مسئلو په حوزې کې کرونائي بحران او قرنطینه کیدا لامل شوې چې ډيری مذهبی ځایونه د خپلې دیني ټولنې په کسانو کې د ارتباط دټينګولو لپاره  له انټرنیټي سټارټاپس او دموبایل  له اپلیکشنز څخه استفاده وکړي.په دغو پروګرامونو کې د کلیسا او جومات په څير دیني ځایونو کې د شتون او دیني خدماتو  له وړاندې کیدا رانیولې ددیني مسئلو تر ښوونې اوروزنې پورې ډول ډول  پروګرامونه او مطلبونه شاملیږي.گروهی از اساتید در استارتاپ قرآنی برونئی

 

د اسلامی دیني مسئلو د زده کړې په حوزې کې د قرآڼ زده کړه یوه هغه برخه ده چې ډير زیات توجه او ټينګار ورباندې شوی دی  او په دې زمینې کې په اسلامی هیوادونو کې ډول ډول سټارټاپس موجود دي چې خپل تمرکز ئې  د قرآڼ  او دینی مسئلو پر زده کولو  کړی دی . برونائي یوهغه اسلامی هیواد دی چې اسلامی کیدا او له سټار ټاپس څخه ددغه هیواد د حکومت ملاتړ ته په پام سره ځيني سټار ټاپس یا ټولنیز مرکزونه قرآني شوي دي.قرآن آموز اهل برونئی در حال آموزش

په دغو کې یو سټارټاپ  او مرکز چې په برونائي کې د قرآڼ د زده کړې په حوزې کې تاسیس شوی ،د حفاظ مدیریّت Al-Huffaz Management)) دی چې پر برونائي سربیره د جنوب ختیځي آسیاپه ځينو نورو هیوادونو کې هم بریالی ظاهر شوی دی.

د حفاظ مدیریت(Al-Huffaz Management)) په ۲۰۱۶کال کې تاسیس شو او دمګړئ څه دپاسه  سل ماهر استاذان لري . ددغه سټارټاپ  او مرکز د مسئولانو په وینا، دغه استاذان له ډیر لوړو صلاحیّتونو برخمن دي او د قران د تدریس اجازت لری چې د برونائي د دینی شورا له خوا تائيد شوی دی.

دغه اداره نه یوازې د قرآن او قرائت د زده کړې خدمات وړاندې کوي،بلکې د عربی ژبې او د نورو اړونده اسلامی  موضوعګانو کلاسونه هم د غوښتې په اساس ترسره کوي. د قرآن کریم پرزده کړې مشتملو خدماتو سربیره  دغه سټار ټاپ د مبلغانوډ جمې او جومات د مامانو د لیږلو او هم ددیني دستورو دخدماتو دترسره کولو په څير په مسئلو کې  هم فعالیتونه کوي.

د حفاظ مدریّت(Al-Huffaz Management)) موسیس او اجرائي مدیر حاجی محمد لقمان صیب دی چې  دتاسیس له وخت راهسې ئې مسئولیّت په غاړه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4103600

حاجی محمد لقمان، مؤسس و مدیر اجرایی استارتاپ حُفاظ

 

captcha