IQNA

په ترکیې کې د ټوریسټو لپاره په ۲۵ژبو اسلامی جاذبې معرفی کیږي

17:35 - August 16, 2022
د خبر لمبر: 3486112
ایکنا-(تهران) د د ترکیې یو واعظ او دجمعې لمانځه امام ابراهیم تاش دمیر  په عیسی بیګ جومات کې د ترکیې په ازمیرولایت کې د سلجوق سیمې سیلانیانو ته د په ۲۵مختلفو ژبو   اسلامی شعائرو معرفي دنده ترسره کوي.

ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،دترکیې د یوه جمې امام  ابارهیم تاش دمیر ددغه اقدام ډير زیات هرکلی شوی دی او سیلانیانو ډيره ستره  ستونزه ئې حل کړې ده .د عراق د ازمیر ولایت د سلجوق سیمې عیسی بیګ جومات په ۱۳۷۵میلادي کال کې جوړ شوی دی .

دترکیې د جماعت دغه ایمام  اوه کاله کیږي  چې     په عیسی بیګ تاریخي جومات کې  په نباتو او کولونیا عطرو سره دبهرنیو سیلانیانو یا ټوریسټانو هرکلی کوي.  هغه له ټوریسټانو سره له بلدتیا وروسته ، د هغوي په مادری ژبې  ورسره خبرې کوي، وئيل کیږي هغه دعربی ،انګریزي ،فرانسیسۍ،جرمني او پرتګالي ژبوپشمول د په ۲۵ژبو مسلط دی.

تاش دمیر له دغو سیلانیانو سره له خبرواترو وروسته،د اسلامی معارفو او شعائرو په باب دوي ته  جزوې او بروشرې او همداراز  داسلام  د پاک دین د ورورولۍ او آسانتیاؤ په باب  کتابچې  او ډالۍ ورکوي.همداراز د جماعت دغه ترکیه اي امام  د قرآن کریم  دترجمې یوه نسخه  چې د هر ټوریسټ په مادري ژبه  وي ،هغه ته ډالۍ کوي.   

تاش دمیر له رسندویو سره په خبرواترو کې روښانه کړې،له ټوریسټو سره د دوی په مادري ژبه خبرې کول ورته ډير ډاډ اوامنیت احساس ورکوي. دهغه په وینا، ځيني ټوریسټان  له هغه سره له لیدو کاتو وروسته مسلمان شوي هم دي او  له کلونوکلونو راهسې ورسره په ارتباط کې دي .

https://iqna.ir/fa/news/4078315

captcha