IQNA

   په اسلام کې د ډله ایزو ټاکنو ځایئګی

د عقلانی تفکر او داعشي تفکر حد او حدود

14:48 - August 11, 2022
د خبر لمبر: 3486094
ایکنا-(تهران) له کلي عقل څخه استفاده، د ټاکنې د هوډ دلوړتیا یوه لاره چاره ده.که څه هم په دغه اقدام سره نه شي ویل کیدلی په سلو کې سل کلي ټاکنې سمې دي،خو داوئيل کیدئ شي چې ددفاع وړ دي.

حجةالاسلام  والمسلمین سید عباس قایمقامي د؛عاشورا او داجتماعي چارې د ارزونې ضرورت؛ په عنوان سره په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې په قرآن کریم کې د انسان دکرامت او د ټاکنې په باب یولړ مطلبونه بیان کړل  چې ځيني ئې له تاسو سرهم شریک کوو.

ټآکنه یه انتخابول دانسان له شخصي کرامت سره سمون خوري او د انسان د شخصي کرمت او دانتخابونې  ترمینځ  په مستقیم  ارتباط کې چې خداي تعالی په قرآن کریم کې روښانه کړي ، مهم آثار لري  چې د الهیاتو،دیني،فقهي،اخلاقي او دنړۍ پيژندنې دنوي کړچار سبب کیدلی شي.

ځينو په دې دلیل چې  د انسان ټاکنې  له تیروتنو  او فساد رامینځةکونو سره  سمون خوري، په دې کې ئې چاره لیدلي  چې د انسان ټاکنې محدودې کړي  او ونه مني په اجتماعي ژوند کې او  په عالم تشریَع کې،انسان دخپل  انتخاب په اساس عمل وکړي او فیصله وکړي.دغه خبره ناسمه او له طبیَعت ، الهي پنځون سره په ډغرې کې او همداراز د شرک  دمصداق په معنا ده.

البته دانسان ټاکنې له تیروتنې اوفساد رامینځةکونې سره سمون خوري.قرآن کریم هم په کرتو دا موضوع روښانه کړې او فرمائيلي ئې دي  «ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ؛؛ دهغه څه په سبب چې د انسان لاسونه په وچې او سمندر کې د فساد برابرونکي ښکاره شوي دي (د روم سورې-۴۱آیت)نو باید څه وکړل شي.؟ آیا  پکار نه ده د انسان د ټاکنې لپاره هیڅ پيزواني کونکی شی ونه لرو.؟

 د انسان هوډ او د ټاکنې توپير؛

 اصلی ټکی د ؛ هوډ ؛ له مقولې سره د  انتخابونې دبهیر توپیر ته توجه ده.ډیرفسادونه، له انتخابونې نه بلکې له هوډه راپورته شوي دی. نو ځکه ددې لپاره چې  د هوډ سویه لوړتیا ومومي،د  انتخابونې مرحلې ته نزدې شي ،بایدځیني تدبیرونه  وسنجول شي.  هغه مهم ټکی چې په دغې برخې کې شته ،د ټولنې ددستو وګړو لپاره دحق اودندې په توه د روښانونې ضرورت دی،هماغه شی چې په قرآن کریم کې ،د امر باالمعروف او نهي از منکر په توګه یادیږي.

امر بالمعروف هغه دروښانونې حق دی چې درست انسانان ورڅخه برخمن دي.البته  امر بالمعروف د نورو په کارونو کې د دخالت په معنا نه دی. دخالت هغه ځاي دی چې وغواړېد نورو په شخصي او خصوصي چارو کې روښانونې وکړې،هلته د مشورې حوزه ده. نو ځکه انسان  ددې لپاره  په فیصلې کولو کې  چې د فیصلو سطح له هوډه  دانتخابونې سوئې ته ورسیږي، باید  له نورو کسانو سره مشوره وکړي.

له اجتماعي هوډه پيروي کول؛

 دانسان ځيني ټاکنې اساسی او ټاکونکي دی.کله تاسو خپل ځان له نورو سره پرتله کوئ،نو دا منئ چې  د ډله ایز عقل په اساس فیصله وکړئ؛ هغه ډله ایز عقل د تاسو عقل دی.له قرآڼ کریم فرمائي؛ انسان د مشاعي عقل خاوند کیږي،نو داسې نه ده چې خپل عقل ئې چټي کړی دی او له خپل عقله کار نه اخلي،بلکې په تول کې ډله ایزه فیصله کوي او پخپلې ټاکنې سره ئې عقل وده کړې  او هوډ ئې لوړتیا موندلې ده .دغه ټول مطلبونه،  انتخابونې ته د هوډ د لوړتیا په لړ کې دي څو فساد پنځونې کمې شي.

که دغه کار وکړو،نو هماغه شان نه شووئيلی،په سلو کې سل کلي ټاکنې یا ډله ایز انتخابونه  سمه ده ،خووئيلی شو چې ددفاع وړ ده.دمونږ په فقه کې د ؛حقانیّت؛ اوا حجیّت ؛ ترمینځ فرق کیږي . مونږ د انساني فیصلې کونې په حوزې کې په حقانیّت پسې یوو.دا،د عقلاني تفکر او د داعشي تفکر حد او حدود دي . مونږ په حقانیّت پسې نه یووڅو په سلو کې سل  دا ووایو دمونږ ال له حق سره سمون خوري،خو غواړو، دحقیقت دپيژندګلوۍ لپاره له موجودو درست   ظرفیّت  او امکانه استفاده وکړو.

ددغه کار نتیجه دا ده چې انسان هره شیبه،حقیقت ته درسیدا په وړاندې خپل مسئولیّت ترسره کوي او همدغه کافی دی.توَکل دهمدې لپاره دی چې انسان دتیروتنې احتمال ورکوي.که په توکل بسنه وشي او تیروتنه رامینځةشي ،نو خداوندمتعال  دانسان دغه تیروتنه جبرانوي.

نو له دغه مکانیزم سره اراده او هوډ،د انتخابونې سطحې ته لوړتیا پیدا کوي.کله لوړتیا ومومي،نو په پیل کې د هغه د تیروتنې احتمال کیږي،دوهم د تیروتنې احتمال چې شته، ملامتونکی او خپه کونکی نه دی.دا  یوه ددفاع وړ عقلانی رودهده او پر انسان حجت شمیرل کیږی.حجت هغه شی دی چې استدلال پرې کیدئ شي.هغه یوازینی شی چې قانع کونکی خاصیّت او قانع پالنه لري،ډله ایزعقل یا ډله ایزه فیصله ده.هغه څه چې قانع کونکی خاصیّت لري، خو قانع پالنه نه لري،شخصي عقل دی.

 

captcha