IQNA

د افغانستان په فاریاب کې د حسیني عاشورا په دستوروکې اهل سنتو پراخ ګډون وکړ

16:56 - August 09, 2022
د خبر لمبر: 3486085
ایکنا-(تهران) دافغانستان د فریاب ولایت د میمنې ولسوالۍ تکړه دیني عالم او دجمعې لمانځه امام حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی وويل،د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره ورغلي وو.

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د فاریاب ولایت د ميمنې ولسوالۍ د حضرت محمد مصطفی (ص) د جومات د جمعې امام حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی وويل: د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې د عاشورا په مراسمو کې د ميمنې ښار د خلکو پر پراخ ګډون سربېره، د دولتي ادارو مسوولينو او د فارياب د "اسلامي امارت" د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال هم ګډون کړى و.

دغه ديني عالم وويل: په ميمنه کښې زمونږ سني وروڼه د حسيني عاشورا په مناسبت خاص عقيده لري او د دغې ورځې د خیراتونو په تيارولو کښې ګډون کوي.

د دغه ديني عالم د معلوماتو له مخې، يوازې د ميمنې په ښار کې شاوخوا ٧٠ شيعه کورنۍ ژوند کوي، چې ٢٠٠ کاله وړاندې په دغه ښار کې مېشت شوي دي.

هغه وويل: "د ميمنې ښار او د فارياب ولسواليو سني خلک هم له ٧٠ کلونو راهيسې د ميمنې ښار په عامه کتابتون کې د حسيني عاشورا په مراسمو کې ګډون کوي."

ښاغلي حسیني وویل، د پولیسو، ځانګړو ځواکونو، استخباراتو او اردو په ګډون امنیتي ځواکونو په ګډه د محرم له لومړۍ نېټې څخه د عاشورا د پروګرام تر پایه پورې د ماتم د مراسمو امنیت ټینګ کړی او خلکو له کومې اندېښنې پرته ماتم وکړ.

په همدې حال کې د محرم لومړۍ لسیزه او د عاشورا حسیني مراسم د هېواد په نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې په پوره امنیت او سولې سره تېر شول او عزادارانو د مراسمو د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د ځواکونو د اقداماتو او هلو ځلو قدرداني وکړه.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i119548

captcha