IQNA

السلام علیک یااباعبدالله الحسین علیه السلام (په زړه پورې مرثیّه)

8:18 - August 08, 2022
د خبر لمبر: 3486082
ایکنا-(تهران) نن د کربلا دحماسي پاڅون دعاشورا ورځ ده په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وایوو.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ،نن په درست ایران کې د حسینی عاشورا ورځ لمانځل کیږي او درست مینه وال او عزادار  دحضرت امام حسین علیه السلام د شهادت  په مناسبت یا حسین یاحسین  شعارونو سره  ماتم او ویر کوي او له خپل بزرګوار امام او دهغه وفادارو ملګرو دقربانۍ په احترام او درنښت  کې  واټونوته راوځي  او خپل عشق او مینه نندارې ته وړاندې کوي.

په پاکستان کې هم نن د تاسوعا ورځ ده او درست مینه وال په دې مناسبت  خپله مینه  نندارې ته وړاندې کوي او درستې نړۍ ته یو ځل بیا روښانه کوي ،چې  د هر ظالم او استبداد  او استکبار په وړاندې کلکه دریدا  دکربلا دحسین پاڅون درس دی او باید  ټول د ظالم او استبداد په مقابل کې کلک ودریږي او د ظالم خلاف چغه پورته کړي . 

د حضرت امام حسین علیه السلام  د شهادت په مناسبت  په پښتو کې یوه په زړه پورې او غمجنه مرثیّه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

captcha