ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په دغو دستورو کې حجةالاسلام عالی پخپلې وینا کې دیندارۍ اصلي معیار د حق اومعرفت د امام په جبهې کې په دریدا سره وبالۀ او وې وئيل ،ددغې اساسی ځانګړنې په اساس،د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته له کمّي پلوه د ایران دملت دیندارينه یوازې زیاته شوې ده ،بلکې څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي،چې ولس په سرښيندنې سره په دنیا کې د حق اوعدل د بې بدیله بیرغ په توګه د اسلامی جمهوری نظام بیرغ په اوچت ساتلو سره ، دځپلې دیندارۍ کیفیّت په اوڅاره توګه زیات کړی دی.
همداراز په دغو دستورو کې مهدی سلحشور مداحي او ماتم وکړ.
د حضرت اباعبدا ... الحسین علیه السلام د شهادت دشپو ورځو د ویر اوماتم دستورې دمحرم له اوم شپې تر دولسم پورې دتهران په امام خمینی حسینې کې ترسره کیږي . راپورونه ښئ چې د ایران داسلامی جمهوریت پشمول په درستې نړۍ کې دغه دستورې په پرتم اوولولې سره روانې دي او دامام حسین علیه السلام مینه وال په ویر او ماتم سره دکربلاه حماسي پاڅون یاد تازه کوي او دنیا ته ښئ چې دکربلا دپاڅون اصل پيغام وحدت ،ورورولي او د ظلم اوکړاؤ په ضد پاڅون دی .