IQNA

د روهینګیائي مسلمانانو لپاره د کیمپونو د لس کلن ژوندسوعات نفسیاتي مشکلات دي

16:07 - July 30, 2022
د خبر لمبر: 3486040
ایکنا-(تهران )په میانمار کې د روهینګیائي مسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو له پيلیدا سره په یووخت،دوي داسې کیمپونو کې شپې سبا کوي ،چې  له لسو کلونو تیریدا وروسته هم د دوي لپاره له نفسیاتي مشکلاتو او ناروغیو پرته بل هیڅ سوغات نه لري .

ایکناخبري آژانس راپور ورکړ، په هغه راپور کې  چې د بې پولې ډاکټرانو  د ادارې  د ویب پاڼې له خوا خپور شوی دی،په کیمپونو کې د کډوالو روهینګیائي مسلمانانو د ژوند په باب  راغلي دي،دغه کیمپونه ، چې په ډيرو لیرې پراتو سیمو او له سختو  په شاوخوا کې جوړ شوي دي  او  هیڅکله  هم د کډوالو د  مناسبت ژوند دتیرولو لپاره مناسب نه دي ،د روهنیګیا بې څوکه او کړیدلو خلکو پکې کابو لس کاله ژوند کړی دی ، چې  دا  د انسانیّت پورې  ملنډې وهل دي .

د بې پولې  ډاکټرانو د ادارې په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،د روهینګیا   کابو یو لک څلویښت زره  مسلمانان مجبوره شوي دي څو په دغو کیمپونو کې ژوند وکړي اودلته ،له تعلیم ، روغتیائي امکانانو او دغه راز د کارونو  له کولو په محرومیّت کې په سخت کړاؤ کې ژوند کوي، په همدې دلیل  له دوي ډيرو کسانو  له دغه ژونده  مرګ ښه بللی او د سمندر او وچې له لارې ئې لاښه ژوند ته درسیدا لپاره  د  بنګله دیش او ملایشیا په څير  د هیوادونو په لور خطرناکو سفرونو ته مخه کړې ده .

 په دغه راپور کې دغه راز ټينګار شوی دی ، هغه مشکلات چې  دروهینګیا  مسلمان  کډوالو ورسره لاس او ګریوان شوي دي ،لامل شوي څو  دوي دوخت په تیریدا سره  له ډيرو نفسیاتي مشکلاتو او کړاؤنو سره مخ شي او هغه وضیَت چې اوس روان دی،د دوي نفسیاتي سلامتیا ډیره زیاته ګواښي.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي  په درست میانمار کې ددغو کډوالو په مشکلاتو دغور او ارزونې لپاره کافی امکانات نشته، البته دغې ادارې په کیمپونو کې ځيني کلینیکونه او مرکزونه جوړ کړي  چې تر یوه حده د دغو کډوالو د نفسیاتي مشکلاتو درملنې کوي خو وضعیّت دومره خراب دی چې  ممکنه ده یوه ستره انساني غمیزه په دغو کیمپونون کې رامینځةشي .

https://iqna.ir/fa/news/4073928

captcha