IQNA

د نطنز بریښنا فابریکې په ویجاړولو د صهیونیسټي رسنیو اعتراف

9:51 - April 12, 2021
د خبر لمبر: 3484232
تهران(ایکنا) - د نطنز په بریښنا فابریکې کې د بریښنا بندولو په اړه صهیونیسټي رسنیو نن ادعا وکړه چې سایبري برید د رژیم لخوا ترسره شوې و.

د ایران د ایټمي انرژۍ سازمان مشر علی اکبر صالحي، دې ته په اشارې سره چې د نطنز پیښه یې ایټومي ترور وټاکلو او خبر یې ورکړ ایران د عکس العمل حق د دې پېښې د عاملان په خلاف لري.
په همدې حال کې، د صهیونیسټو رادیویي کان چینل له اطلاعاتي ادارو له سرچینې چې د دوي ملیت یې څرګند نکړ ادعا کړې، اطلاعاتي ادارې موساد دا سایبري برید ترسره کړې دی.
دې چینل ادعا کړې د نطنز په ایټمي تاسیساتو کې پیښه، د اسرائیلو کار و او د دې هیواد د نوې سایبرې برید پایله په ایران برید و. دې اسرائيلي چینل زیاته کړه څه موده مخکې د ایران په ایټمي تاسیساتو کې استاکس نت کمپیوټر وایرس خپرول هم د اسرائیلو کار و او په جدي توګه یې د نطنز سانتریفیوژ ویجاړ کړې و.
همداشان د اسرائیلو د پوځ مشر آویو کوخاوي د ایران د نوم اخیستلو پرته ادعا وکړه تیر کال د پیچلې او پرمختګه عملیاتو له امله دغه کال د اسرائیلو ښاریزو لپاره ترټولو امنیتي کال و.
3963785

captcha