IQNA

امریکایان غواړي په افغانستان کې قومي شخړې راپورته کړي

13:03 - March 14, 2021
د خبر لمبر: 3484156
تهران(ایکنا) -هر هغه کس چې بهرنیانو ته پابنده وي، هغه که طالبان دي او که حکومتی چارواکي، باید درس واخلي چې دبهرنیانو ترڅنګ به هیڅکله هم د عزت اوشرف خاوندان نشي او عزت، شرف، خپلواکي او آزادي او ترقي اوپرمختګ یوازې پخپل همت سره ترلاسه کیږي.

د افغانستان مطرح سیاسي مشرانو له طالبانو ډلې سره دموقته حکومت د جوړولو په باب د امریکا د خارجه وزیر دلاسوهونکي وړاندیز په غبرګون کې ټينګار کړی، ارمریکایان غواړي، افغانان په قومي او پرګنیزوشخړو کې سره ښکیل کړي.

 راپور ښئ، دافغانستان په لویدیځ کې د یو مطرح سیاستوال او د مقاومت مشر محمد اسماعیل خان وئيلی دي، که تیرو حکومتونو دهغو کسانو په وړاندې چې ددغه ټاټوبي په خپلواکۍ، آزادۍ، او دعزت، شرف او ناموس په ساتنې کې ئې په سرښیندنې سره قربانۍ ورکړي دي، مسئولیّت پيژندلئ، مونږ به اوس هیڅکله هم ددغه شان چیلنجونو سره مخامخ نه وو

 هغه زیاته کړې، افغان ولس ددنیا دسترو دښمنانو په وړاندې دی او دوي له درست قدرت سره سره بې شرمه او سپيره ماته خوړلې ده او دامریکا په مشرۍ لویدیځي نړۍ به هم په هغه شور ا و قدرت سره له ماتې سره مخ شي

دغه افغان سیاستوال وئيلی دي، امریکائي عسکرو پر افغان ولس ډير زیات نه هیریدونکي جنایتونه کړي دي او حتی ددغه وطن پر ناموس ئې هم تیری کړی او داسې کومه جفا نشته چې په دغه ټاټوبي کې ئې کړي نه وي، خو یقین لرو چې خداوندمتعال به لویدیځي نړۍ په بې شرمۍ او ذلالت سره له افغانستانه وشړي.هغه وئيلی دي، هر هغه کس چې بهرنیانو ته پابنده وي، هغه که طالبان دي او که حکومتی چارواکي، باید درس واخلي چې دبهرنیانو ترڅنګ به هیڅکله هم د عزت اوشرف خاوندان نشي او عزت، شرف، خپلواکي او آزادي او ترقي اوپرمختګ یوازې پخپل همت سره ترلاسه کیږي.

afghanirca.com

captcha