IQNA

د کورونا تبې د فلیپین قرآني سیالۍ هم متاثر کړې

20:40 - February 18, 2020
د خبر لمبر: 3482806
د فلیپین قراني ملي سیالۍ ترسره کوونکو چارواکو، د کورونا وایرس د خپریدو له ویرې په دغه سیالو کښې د کتونکو د شتون په اړه د محدودیت او د لږو کسانو د ګډون غوښتنه وکړه.

تهران (ایکنا)، له مانیلا بولتن څخه په نقل، د فلیپین د ملي سیالۍ شپږ څلویښتمه دوره د دغه هیواد په پلازمینه مانیل کښې په دریم مارچ څخه ترسره کېږي.
د فلیپین د مسلمانانو ملي کمیسیون ویاند جون آلونتو راموس خبر ورکړ: د دې کمیسیون مشر د دغه هیواد د روغتیا وزارت په مشوره د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره اراده کړې چې د دې سیالو په اړه ځینې بدلونه ترسره کړي.
پر دې اساس، دا پریکړه شوې ده چې د دې سیالو ځای د کوزون ښار له فلیپین پوهنتون څخه بل ځای ته بدل کړي او یواځې هغه کسانو ته په دغه سیالو کښې د ګډون اجازت ورکړي چې دعوت شوي دي. حتی پریکړه شوې چې په دې سیالو کښې د ګډون کوونکو کورنۍ او ملګرې هم شتون ؤ مه لري.
دا سیالۍ د ښځو او سړو په دوه برخه کښې ترسره کېږي او ګوټونکې یې د فلیپین د استازې په توګه په نړیوالو مقابلو کښې ګډون کوي.
3879726

captcha