IQNA

نیلا جومات؛ د اروپا د سیاحت جذابیت | فلم

22:37 - February 17, 2020
د خبر لمبر: 3482804
تهران (ایکنا) ــ د ان ډی آر (NDR) جرمني تلویزیوني چینل په هامبورګ کښې د امام علي علیه السلام جومات د جوړیدو د شپیتمې کلیزې په مناسبت د دغه عبادتي ځای یوه تاریخچه خپره کړې ده.

(تهران، ایکنا) د هامبروګ له اسلامي مرکز څخه په نقل، په دې فلم کښې د هامبورګ امام علي علیه السلام جومات معرفي او د هغې تاریخچه، انځورونه او د جومات په اړه مرکې خپرې کړې دي.
اوس وخت دا جومات د هامبورګ په ښار کښې د سیاحت لپاره یو جذاب ځای شمیرلې کېږي او د نیلا جومات په نوم مشهور دی.
۶۰ کاله وړاندې د ۱۹۶۰ کال په ۱۳ فرورۍ د دې جومات بنسټ د هغه وخت د مرجعیت آیت الله العظمی سید حسین بروجردي د استازې آیت الله محمد محققي لاهیجي لخوا د ښار ایراني خیرینو په مرسته ایښول شوی وو،
دا جومات چې د هامبورک په اسلامي مرکز کښې شتون لري، له معنویت سره عقلاني اسلامي او د انسانو د سولې او امنیت باندې ټنینګار کوي.

3879453

captcha