د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په جنوبی بیروت کې په یولړ دستورو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې خپلواکي له مقاومت پرته ممکنه نه ده ، وئیلي دي ،له نړیوال استکبار سره د مقاومت د چورلیز مخامخیدا، د سیمې او نړۍ دمستضعفینو لپاره یوه بیلګه کیدلی شی .شیخ نعیم قاسم د وحشي صهیونیسټي رژيم په وړاندې مقاومت، له ظلم اوسلطه ګرۍ سره مبارزه بللې او وئيلي ئې دي ، دمقاومت چورلیز نړیوال استکبار سربداله اولالهانده کړی دی .
همداراز د لبنان د حزب ا... داجرائي شورا مرستیال مشر شیخ علی عموش هم له العهد خبری سایټ سره په خبرو کې په دې خبرې سره چې امریکا د مقاومت دقوماندانانو په ترور سره په سمیې کې د اوسني انډول په بدلولو پسې وه ،یادونه وکړه، د مقاومت چورلیز په سیمې کې د امریکا د دسیسو په ناکامولو سره په درستو جبهو کې په ډګر کې بریالی دی .
شیخ دعموش همداراز د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دقوماندان سردار قاسم سلیماني او ورسره د مبارزانو دجنازو په دستورو کې د ایران او عراق د میلیونونو خلکو شتون ته په اشارې سره ټينګار کړی، د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا جنایت به په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دپاي لپاره پیلامه شي.