د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عائشه فاروقي نن په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د وسلو معاملې د سیمې د ثبات خنډ دي ،وئيلي دي ،په هند د امریکائي وسلو دغه شان خرڅلاؤ پّ جنوبی آسیا سیمې کې دسټراټژيک انډول دخرابولو لامل شوي او د پاکستان لپاره هم په ځان پسې امنیتي پايلې لري . میرمن عائشه فاروقي ددې خبرې په کولو سره چې په هندوستان د توغندوي ضد او هوا فضا ضد توغندوي سسټمونو دخرڅولو لپاره د امریکا فیصله د سیمې د ثبات لپاهر د خنډو درامینځة کونې زمینه جوړونکي ده،وئيلي دي ، دغه اقدام د هغې سیمې د لازیاتې بې ثباته کولو لامل کیږي،چې له مخکې راهسې ترینګلی وضعیّت لري .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې وئيلی دي،د نوي ډیلی واشنګټن دفاعي ارتباطات د جنوبی آسیا د سولې په لاره کې یو ډول خنډ او د بې ثباتۍ او ترینګلتیاؤ عامل او لمسونکي دي .
په همداوروستیو کې د پاکستان او امریکا ترمینځ د ځينو تپونکو معاملو په سر اختلافات رابرسیره شوي او داسې کومه ورځ نشته چې د دواړو هیوادونو دچارواکو ترمینځ د خولې شخړې رامینځة نشي .حال دا چې د سیمې ملتونه په تیره بیا د پاکستان مسلمان ملت له امریکا ډیره زیاته کرکه اونفرت لري .