د ایکنا راپور له مخې، د الاتجاه د ټلویزیوني چینل له ویبپاڼې څخه په نقل، په دغه لاریون کښې ګډون کونکو د شهید سردار سیلماني او د هغه د ملګرو د شهادت څلویښتې لمانځلو سره د له امریکایي ځواکونو زر تر زه له عراق څخه وتلو غوښتنه وکړه.
په دغه تظاهراتو کښې ګډون کوونکو چې د عراق سیاسي او دیني شخصیتونو او د حشد الشعبي او نورو مقاومتي ډلو په کښې شتون لرلو د نجف په وادي السلام هدیرې کښې د شهید ابومهدي المهندس په مزار حاضري ورکړه. دا مظاهرې د شیهدانو د څلویښتۍ لمانځلو او په عراق کښې د امریکایانو د شتون رد کولو په عنوان سره ترسره شوي.
په دې مراسمو کښې ګډون کوونکو په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم او امریکا په هدفونو ناکامولو کښې د مرجعیت او ولایت فقیه رول ستاینو او د اسرائیلو او امریکا په خلاف شعارونه ورکولو سره، په عراق، لبنان او ایران او نورو سیمو کښې د مقاومت د ډلو د اتحاد پر ضرورت ټینګار وکړ.