د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو له
ویبپاڼې څخه په نقل، د لبنان په پارلمان کښې له درې اتیا(۸۳) موجودو استازیو څخه درې شپيتو (۶۳) تنو د دغه هیواد نوي حکومت ته د باور رایه ورکړه .
حسان دیاب هم له پارلمان څخه د باور رایې له ترلاسه کولو وروسته ډاګینه کړه چې د لبنان له خلکو سره به صادق وي .
د لبنان نوی حکومت شل (۲۰) وزیران لري .
د لبنان نیم وزیران مسلمانان او نیم نور عیسایان دي چې دریمه (۳) برخه یې میرمنې دي .