IQNA

د صهیونیستي رژیم وجود د ټولو ستونزو اساس دی

21:43 - February 12, 2020
د خبر لمبر: 3482790
د مراکش د پارلمان مشر حبیب المالکي، د فلسطین د مسئلې د بدلونو په هکله په خپل نظر کښې څرګنده کړه: د صهیونیستي رژیم وجود د ټولو ستونزو اساس دی.

د ایکنا راپور له مخې، له آناتولي ویبپاڼې څخه په نقل، تیره ورځ د پارلمان د غړو د ناستې د پایې په تقریر کښې ټینګار وکړ: د صهیونیسټي رژیم سیاستونه، د فلسطین د مظلوم خلکو په حق کښې اجتماعي سزا او د دوي په ځمکو باندې نیوکه چې په اخیره کښې د فلسطین هیواد جوړول غیر ممکنه شي له سولې لرې خبرې دي.
هغه زیاته کړه: د فلسطین د خپلواکۍ په مسئله کښې او د نړیوال قانون سره سم د هیواد رامینځته کول، د دوي د ملت په توګه له حقوقو انکار دی او د ټرامپ طرحه د فلسطین د ځمکې حقیقت او سولې سره سمون نه لري.
المالکي د دغه ځمکې د خلکو حق ورکولو او د قدس د پلازمینې سره د فلسطین د خپلواکه هیواد په توګه جوړولو باندې ټینګار سره وویل: د مراکش هیواد د فلسطینانو ترڅنګ ولاړ دی او د فلسطین په مسئله کښې بې له هیڅ شرط او قیده له دوي څخه د ملاتړ اعلان کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3878291

captcha