د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد له ویبپاڼې څخه په نقل، مصري څلور کلیزه ماشوم ابرام روماني ظریف د قرآن کریم یوه نسخه د اسیوط په نوي ښاریزه ځوانانو انجمن کښې د لاسي صنایعو په نندارتون کښې د اسیوط ولایت والي عصام سعد ته هدیه کړه.
دا نندارتون په تېره اونۍ کښې ترسره شو او د اسیوط ولایت د والي له هغې څخه د کتنې په څنګ کښې د یو مسیحي ماشوم لخوا د قرآن کریم یوه نسخه هغه ته هدیه کړې وه.
عصام سعد په کتنه کښې د دغه ماشوم له پلار څخه د لاسي صنایعو په نندارتون کښې توالیدات وړاندې کولو ستاینه وکړه.
وایي؛ د اسیوط والي د اسیوط نوي ښار د هنري او ورزشي د نوې جشنوزمې پرانیستا د مراسمو په څنګ کښې د دغه ښار د لاسي صنایعو له نندارتون څخه هم کتنه وکړه.
دا جشننوزمه د الازهر، اسیوط ځوانانو او د مصر د ورزش او ځوانانو ادارو په همکارۍ سره ترسره شوه.
https://iqna.ir/fa/news/3878351