IQNA

د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په ځیرتیا ټینګار وشو

0:20 - February 12, 2020
د خبر لمبر: 3482788
د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کی ګډون کونکیو په دغه پریکړه لیک کې د شهید سلیمانی او ابومهدی المهندس او نورو شهیدانو د ترور په دلیل له امریکا د سخت غچ اخیستلو لپاره خپل جدی هوډ اعلان کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د ایران خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې له سخت ساړه ، واورې او ورښت له وریدو سره سره د سلواغې د ۲۲ نیټې په پرتمین لاریون کې په خپل میلیونی شتون سره  یو ځل بیا د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح ،  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  او انقلاب د شهیدانو په تیره بیا د سردار شهید سلیمانی له ایډیالونو سره بیا بیعت وکړ .د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کی ګډون کونکیو په دغه پریکړه لیک کې د شهید سلیمانی  او ابومهدی المهندس او نورو شهیدانو د ترور په دلیل له امریکا د سخت غچ اخیستلو لپاره خپل جدی هوډ اعلان کړ .
د ایران خلکو همداراز په دغه پریکړه لیک کی زیاته کړی ده چی له لویدیځې اسیا د امریکایی نیواکګرانو تر بشپړې وتلو او د صیهونیسټ رژیم تر نابودۍ به خپل مقاومت ته دوام ورکړی .
په لاریون کی ګډون کونکیو همداراز د پیړۍ د شرمونکی معاملې په غندلو سره ټینګار وکړ دغه خبیثانه طرحه به د مسلمانانو او د نړۍ د ازادی غواړو په مقاومت سره د تاریخ د ګند په ټوکرۍ کې وغورځول شي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87877
captcha