ایکناخبری آژانس راپور راکړ،ددینونو او مذهبونو د پوهنتون د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال عباس خامه یار ایران ته د نړیوالې سولې د حوزې د یوه فعال او د هندوانو یو روحاني سوامي سارنګ د سفر په مناسبت په یوه لنډ یاددښت کې لیکلی دي،د هغه په ابله پښو،په هوائي ډګر،هوټل، ملی کتابتون،او د مشهدتهران په واټونو کې او حتی دهنري حوزې په سوره هال کې د هغه د ونیا په وخت سترګې نه شم پټولی، درست ئې حیران کړي او زه هم د بلاخره دمیلمه پالنې دحرمت په ساتلو سره او له ډيرو شکونو وروسته له هغه پوښتم؛دا څه حال دی،آخر دا په ابله پښو سفر،؟ دا ولې ؟
نو هغه لږ شان مسکئ کیږي او په ډير مهربانۍ او له آرامښته په ډک انداز سره د طوطیانو د ټاټوبي د نورو خلکو په څير ځواب ورکوي؛کلونه کلونه کیږي چې لوڅې پښې یم.غواړم له پنځون ،یعنی له طبیَت سره نزدې ارتباط ولرم او د مځکې او انسان ترمینځ د مستقیم ارتباط دا یوازینۍ وسیله وساتم !د ؛پښو ؛لپاره بوټان یا بل هر ډول پوښښ،له طبیّت سره د انسان د ارتباط دغوڅيدا عامل دی. لوڅې پښې په پيل کې له مځکې او خاورې سره زما لومړنی ارتباط دی او وروسته هم د طبیَعت له ټولو برخو او ټول کائناتو سره ارتباط دی :::
هغه چې یو هندو روحاني دی او له عاشوراو د کربلا له غورځنګ سره په بشپړ ډ ول آشنا دی او تل د حسینی دستورو ترسره کونکی دی، دوهم عامل حسین ابن علی علیه السلام سره دعشق او ارادت او احترام ګڼي او دا اباعبدا...الحسین علیه السلام سره د وفادارۍ او اخلاقي دنده ګڼي.
سوامي سارنګ یو هندو مست او د علی علیه السلام او دهغه د کورنۍ عاشق دی چې د ؛باران غدیر شپږم نړیوال سیمنار؛ کې د ګډون په خاطر دهنري حوزې په بلنې سره ایرن ته سفر ته بلل شوی دی.
هغه د حسیني ابله پښو هغه غورځنګ سره اړه لري چې په هندوستان کې د سید الشهداء علیه السلام سره په مینې او عشق او ارادت مشهور دی او هرکال دعاشورا او محرم په شپو ورځو کې د ویر او ماتم پراخې دستورې ترسره کوي .