د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کندهار ولایت میرمنې وايي، چې دوی د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي.دوی وايي، جګړه د هیواد پرمختګ ننګوي او د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کوي، چې نور دې له وینې تویولو لاس واخلي.
په ورته وخت کې د کندهار د سولې عالي شورا استازي وایي، چې د افغان سولې وروستیو هڅو د سيمې یو شمېر هغه هېوادونه هم د افغان سولې پروسې سره همغږي کړي، چې پخوا یې ددې پروسې مخالفت کاوه.
http://talwasa.af/2019/05/19/