IQNA

د:تولیدځلیدا او روڼټیا:نومې نوی کال دې پرټولو بختور شه

22:23 - March 21, 2019
د خبر لمبر: 3482035
نړیواله ډله - داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ۱۳۹۸ لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په پیغام کې درستو ایرانیانو،په تیره بیا د شهیدانو او جانبازانو کورنیوته دحضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او دنوروز داختر په مبارکۍ په وئیلواو د درست اسلامی امت لپاره د خوشالۍ ، نیکمرغۍ ،سلامتیا او له معنوی اومادی خوشالیانو او توفیقاتو په هیلې سره ، نوی کال د :تولید ځلیدا: نومولی دی

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه ای  د تیر۱۳۹۷لمریز کال په ارزونې کې دغه کال،له پیښو ډک کال وبالۀ او وې فرمائیل ؛  دښمنانوپهدغه کالکې دایرانلپاره ډیرېزیاتېدسیسېاونقشېجوړېکړېوې،خو دایران ملت په حقیقی معنا سره ښه وځلید او په هوښیارتیا،بصیرت او دځوانانو  په همت سره ئې د غه درستې نقشې شنډې کړې . 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود په سیاسی اواقتصادی ډګر کې دامریکا اواروپا په سختو بندیزونو دایران د ملت غبرګون یو پیاوړی او هوډمن   غبرګون وبالۀ اووې فرمائیل په سیاسی ډګر کې ددغه غبرګون مثال،د سلواغې په دوه ویشتمه نیټه په میلیونی او پرتمین لاریون او په درست کال کې  دایران د ولس  کلک دریځونه وو او په اقتصادی کال کې هم دعلمی اوتخنیکی نوښتونو په زیاتیدا،ددانش بنیان دشرکتوننو په اوڅاره پراختیا، د بندرعباس د سترچانځای  په افتتاح او دهیواد دجنوب د ګیسو دډیرو فیزونو د افتتااح په شان دداخلی اساسی او بیخ بینائی تولیداتو په زیاتیدا سره،د ایران ملت توانیدلی  ددښمنانو  د خباثتونو او دښمنیو په مقابل کې خپل عظمت،قدرت او هیّبت نندارې ته وړاندې کړی اود ملت،د اسلامی  جمهوری نظام  او خپل  پرتمین انقلاب عزت نوره  هم زیات کړی . 

 حضرت آیت ا.. .العظمی سید علی خامنه ای  دخپل پیغام په دوام کې  د هیواد اساسی مشکل  هماغه راز اقتصادی مشکل وبالۀ او  په وروستیو میاشتو کې ئې  د خلکو اقتصادی اومعیشتی مشکلاتو زیاتیدا ته شاره وکړه او وې فرمائیل .ددغو مشکلاتو ځینی برخې  په اقتصادی مسئلو کې   د ناسم مدیریت سره اړونده مشکلات دی ، چې حتما باید  جبران شی ،البته  یو لړ پروګرامونه او تدبیرونه  غوره شوی دی ، چې  دغه تدبیرونه باید  په نوی لمریز کال کې  نتیجه ورکړی او  خلک ئې آثار او  اغیزې هم احساس کړی . 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  د تیر ۱۳۹۷لمریز کال د شعار،یعنی  له ایرانیو شیانو ملاتړ څخه  دایران د ولس هرکلی ته په اشارې سره  هم وفرمائیل ،سږکال اصلی ا و چورلیزی موضوع د:تولید: موضوع ده ، ځکه که تولید  دوام پیدا کړی،نوهم به اقتصادی مشکلات او کارکسب مسئله حل شی،هم به له دښمنانو او پَردیو  څخه هیواد  خوندی شی  او حتی  د ملی کرنسۍ  دارزښت  مشکل  هم ترډیره حده حل کولی شی ، پر دې اساس مو دسږکال شعارهم د : تولید  ځلا : نومولی دی .

 حضرت آیت ا.. العظمی سید  علی خامنه  ټول  په هیواد کې  د تولید روڼتیا او رونق لپاره هڅې  ته وبلل او  هیله ئې وښودله ، دکال په اوږدو کې   ددغې هڅې  په  محسوس او اوڅاره پراختیا سره ،  اقتصادی مشکل   هم حل شی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود د ارواښاد امام خمینی  او د سرلوړو شهیدانو پاکو روحونو باندې په درود استولو او  دحضرت ولی العصر عجل ا... تعالی په حضور کې په سلام سره د خداوندمتعال په درګاه کې دهغه بزرګواردتعجیل او دایران دملت او درستو ملتونو دنیکمرغۍ  دعا وکړه.

http://parstoday.com/ps/news/iran-i81031

captcha