د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.ددغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي افغان رسندویو ته وويل، چې افغان ګډو ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په مرسته د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ په ده خليفه سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال چې د هوايي ځواک مرسته هم ورسره وه، د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي پيراغا وژل شوى دى.
په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل هم د طالبانو د والي پيراغا وژل کېدل تاييد کړل.
خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې ده.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو ټاکل شوى او پوځي قوماندان ملا عبدالمنان هم وژل شوى وو، ددې ترڅنګ د کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو لپاره د طالبان لوړ پوړي مسولين هم په دې وروستيو کې وژل شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78785