IQNA

په افغانستان کښې د امريکې د ماتې په اړه د عمران خان څرګندونې

23:28 - December 08, 2018
د خبر لمبر: 3481739
نړیواله ډله: د پاکستان وزيراعظم په افغانستان کښې د امريکې فوځي شتون او پروګرامونه ماتې خوړونکي وبلل.
د ایکنا راپور له مخې، د رپوټ له مخې عمران خان له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل، له ترهه ګرو سره د ملګرتيا په اړه د پاکستان په خلاف د امريکې تور په افغانستان کښې د امريکې له ماتې څخه د نړۍ د عامه افکارو د نحرافولو لپاره دے.د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، پاکستان له امريکې فرمان نه اخلي.
عمران خان دې ته په اشارې سره چې په پاکستان کښې د ترهه ګرو لپاره هيڅ امن ځاے نشته وويل، اسلام آباد په ځلونو د ترهه ګرو د اډو د تباه کولو لپاره خپل چمتووالے ښودلے دے خو امرکيې د خپلو ادعاګانو په اړه پاکستان ته هيڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.
د پاکستان وزيراعظم همدارنګ تاکيد وکړ، په افغانستان کښې امنيت او ثبات د پاکستان او سيمې په ګټه دےا و اسلام آباد به د افغانستان د صلحې د چلند د اسانولو په زمينه کښې د هر ډول قادام وکړي.
د امريکې او پاکستان تعلقات په امريکه کښې د ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې راتلو سره  خړ پړ شوي دي، د امريکې ولسمشر په ځلونو پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړے خو اسلام آباد دغه تور رد کړے دے.
 http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78766
captcha