IQNA

د مسلمانانو د اتحاد تمرکز سره پيل شو

په هند کښې د «د رحمت بهار، د وحدت پیغام» کنفرانس

0:00 - December 05, 2018
د خبر لمبر: 3481733
نړیواله ډله: د هند هیواد په لکهنو ښار کښې د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد تمرکز سره د رحمت بهار، د وحدت پیغام کنفرانس پیل شو.

د ایکنا راپور له مخې، له هند، په دغه کنفرانس کښې چې د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد تمرکز سره او د کلتوری او علمی موسسې له اړخه پرون پيل شو، مذهبی او علمی شخصیتونو سره د مهدی مهدوی پور(په هندوستان کښې د ولایت فقیه غړې) سعید الرحمان اعظمی(د لکهنو دارالعلوم ندوه العلماء مشر) او د کلب جواد (د هند عالمانو غونډو مشر) په شتون سره پیل شو.
په دغه کنفرانس کښې تقریر کوونکو د دښمن درغلۍ او د مسلمانانو ترمنځه د اختلاف پیدا کولو لپاره غلط تبلیغاتو په اړخه ویښتیا باندې ټینګار وکړو.
مهدوی پور په دغه کنفرانس کښې څرګنده کړه: پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د نړۍ ټولو خلکو لپاره د رحمت پيغام روړونکې وو؛ نو ځکه باید مسلمانان هڅه وکړې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله اخلاقی سیره لکه له نورو سره رښتیا وینا، ښه اخلاق او مینه او شفقت د خپلو فعالیتونو سرلیک وګرځه وې.
په دغه کنفرانس کښې، نور شخصیتونه لکه سعید الحسن، منظر صادق، حسنین باقری، یوسف حسین ندوی او رضا حسین غونډې د هند مذهبی نورو کسانو هم شتون لرلو او تقریرونه یی وکړل.
captcha