IQNA

هندوستان له پاکستان سره د خبرواترو د پیلولو لپاره شرط وټاکه

23:54 - December 03, 2018
د خبر لمبر: 3481726
نړیواله ډله: د هندوستان د کورنیو چارو وزیر له پاکستان سره د خبرواترو بیا پیلول له ترهګرۍ د دغه هیواد د ملاتړ بندیدل اعلان کړل.
د ایکنا راپور له مخې، د  ایرنا په لیکنه راج نات سنګ د هند او پاکستان د اختلافاتو د هواري په لړ کښې د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمینځ د خبرواترو د بیا پيلولو لپاره د پاکستان د وړاندیز په ځواب کښې وویل: کشمیر د هندوستان نه بیلیدونکې برخه ده.له دې مخکښې د هند د پوځ قومندان جنرال بِپین راوت هم نوي ډیلي ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د صلحې د پيغام په ځواب کښې وویل: که چیرې پاکستان د هندوستان په شان یو سیکولر حکومت ولري، هله به له هند سره د صلحې د خبرواترو فرصت ترلاسه کړي.
د هند خارجه وزیرې سشما سوارج هم د کرتارپو سرحدي لارې د پرانیستې په مراسمو کښې د پاکستان د وزیراعظم لخوا د کشمیر د مسئلې په مطرح کولو نیوکه وکړه. هغې وویل چې د دواړو هیوادونو دوه اړخیزې خبرې اترې او د کرتارپور سرحد دوه جلاجلا مقولې دي او د کشمیر مسئله پکښې ځاې کول نه وو پکار.
په ځواب کښې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د خپلې هندي همرتبه دغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
پاکستان هیله درلوده چې د کرتارپور سرحد له خلاصولو وروسته نوی ډیلی له اسلام آباد سره د صلحې خبرې اترې پیل کړي.
 http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78623
captcha