قدسنا خبری آژانس راپورورکړ د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دمرکزی شورا یوه مسئول مقام شیخ نبیل قاووق بیګا دلبنان په جنوب کې په سلعا ښار کې دحسینی ویرجنو په دستورو کې په سیمې کې د اسرائیلی رژیم بې حده او زیات غواړو تمو ته په اشارې سره ووئیل ، دلبنان دهوائی حریم په خلاف ورزۍ کې د صهونیسټی جنګی الوتکو د هرې ورځې اقدامات له صهونیسټی رژیم سره د لبنان دجنګ ښودنه کوی .
هغه همداراز په نورو هیوادونو کې د فلسطینیو کډوالو دایمی دیره کیدا خطره یو تریخ حقیقت وبالۀ او روښانه ئې کړه ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عربو رژیمونو په ملګرتیا سره داسرائیلو په ګټه د کډوالو د دایمی دیره کیدا فیصله کړې ده .
د صهونیسټ رژیم د اطلاعاتو وزیر یسرائیل کاتس تیره اونۍ په ټولینز چینل کې په اردن ، سورئې ،لبنان اوعراق کې د فلسطنیو کډوالو د دایمی هستوګنې لپاره دامریکا د پروګرام هرکلی کړی ؤ .
له دې سره په یووخت د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکی دفلسطینیو کډوالو د دایمی دیره کیدا لپاره دامریکا پلان په پلویتوب تورن کړی او وئیلی ئې دی ، له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې دغه پلان ماته خوړلې ده .
داپه داسې حال کې دی ، چې د ملګروملتو یو سل څلور نویم پریکړه لیک په جوت ډول ، خپل هیواد ته دفلسطینیو کډوالو دبیرته ستنیدا او هغوی ته د تاوان د ورکولو په حق ټینګار کړی دی .