IQNA

په مانیل کښې د ایران همکارۍ سره د قرآن مقابلې پيل کېږي

3:01 - June 09, 2018
د خبر لمبر: 3481250
نړیواله ډله: په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان ګډون او همکارۍ سره د قرآن کریم د قرائت مقابلو دوه دورې پیل کېږي.

په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان ایکنا ته خبر ورکړو: د مانیل ښار(د فلیپین پلازمینه) په آبي جومات کښې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن مشرانو سره د ایران کلتوری سازمان په کتنه کښې، په دغه ښار کښې د رمضان میاشتې په دریمې لسیزې کښې د قرآن کریم فعالیتونه وڅېړلې شو.
دا کتنه چې په کلتوری سازمان کښې پیل شوه، په کښې د قرآن کریم قرائت ملي او ښاریزې مقابلې په آبی جومات کښې وڅېړلې شوي او په دغه جومات کښې دوه د قرآن کریم قرائت مقابلې وټاکلې شوي چې تیارۍ یی مخکې ترسره شوي دي.
دا مقابلې د قرآن کریم قرائت ملي مقابلو درمې دورې او د ښاریزه قرآنی مقابلو ۲۷ دورې ته شاملې وې چې په آبی جومات کښې پیل شوي.
همدارنګه وټاکلې شوه چې د وړوکې اختر په ورځ به د مانیل ښار او د دارالقرآن نړیواله قاریانو به په آبی جومات کښې د دعوت مراسم پیل کړي.
دا مراسم به د ایران کلتوری سازمان له اړخه د مانیل ښار په آبی جومات کښې پیل کېږي.
په اخیره کښې وټاکلې شو چې د ایران نه به د تواشیح یوې ډلې شتون سره د ماشومانو لپاره یوه دوره کلاس پیل کړي، او په قرآن کریم قرائت ښودنې کلاس دوره به د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن طالبانو ته او همدارنګه د ایران کلتوری سازمان نجلیو دارالقرآن طالبانو ته چې په کښې ۱۵ فلبيینې نجلیې زدکړه ترلاسه کوي، پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3719786
captcha