IQNA

عربستان اعتراف وکړ چی له اسراییلو سره دبشپړه اړیکو ټینګولو هڅه کوی

16:11 - December 15, 2017
د خبر لمبر: 3480880
نړیواله ډله: د امریکا حکومت په داسې حال کی ادعا کوی چی د فلسطینانو او صیونیسټانو ترمینځ د خبرو اترو ملاتړې دې چی په وروستیو کې یې د ایراییلو رژیم د پلازمنیې په توګه د قدس په اعلانولو سره وښودله چی دغه ادعاګانې بې اساسه اوپوچې دی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم چینل له ننی راپور سره سم د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر د فرانس ۲۴ له چینل سره په مرکه کی اعتراف وکړ چی هیواد یې له صیهونیسټ رژیم سره د بشپړه ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د لارې نقشه برابره کړی ده .
الجبیر د عربستان د دغې هڅې په سپیناوی کې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د صیهونیسټ رژیم او د فلسطیم د کور واکه تشکیلاتو ترمینځ د ساز باز د ټینګولو په هکله جدی دې او امریکایان د عربستان په شمول له درستو لورو سره سلا و مشورې کوی .
د عربستان خارجه وزیر زیاته کړه تراوسه جوته نده چی ایا فلسطینیانو او اسرایلیانو لپاره د امریکا وړاندیزونه د منلو دی یا نه ، ځکه چی تر اوسه د امریکا پروګرام ندې بشپړه شوې .
د امریکا حکومت په داسې حال کی ادعا کوی چی د فلسطینانو او صیونیسټانو ترمینځ د خبرو اترو ملاتړې دې چی په وروستیو کې یې د ایراییلو رژیم د پلازمنیې په توګه د قدس په اعلانولو سره وښودله چی دغه ادعاګانې بې اساسه اوپوچې دی .

captcha