قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، دترکیې د اناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ دترکیې په استانبول کې د قدس په دفاع کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې ګډون کونکو۴۶ غړو هیوادونو مشرانو دپایزې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، نړیواله ټولنه باید ختیځی قدس د فلسطین دحکومت دنیواکی پلازمینې په توګه په رسمیّت وپیژنی .
په دغې پایزې اعلامیې کې همداراز راغلی دی،که دملګروملتو امنیت شوراد قدس په باب د ډونالډ ټرمپ دفیصلې په باب کون اقدام ونکړی ،نو دغه دوسیه به د دغې موسسې عمومی اسمبلۍ ته ولیږی .
دغې اعلامیې همداراز دفلسطین د ولس له آئیډیال څخه پر ملاتړ یو ځل بیا په ټینګار سره وئیلی دی دامریکا حکومت ، د دغې غیر قانونی فیصلې د ټولو نتیجوپه دلیل مسئول ګڼی .
د اسلامی ملګرتیاموسسې په بیړنۍ سرمشریزې کې ګډون کونکو همداراز دقدس په باب دامریکا دولسمشر د اقدام په ردولو سره له تل ابیبه دغه ښار ته دامریکا دسفارت منتقلول په سخته محکوم کړل .
parstoday.com