قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، ایرناخبری آژانس په همداوروستیو کې دروئیټرز خبری آژانس له قوله راپورورکړی ،د یمن دروغتون سرچینو وئیلی دی ، زیات شمیر ټپیان مرګی حاله دی او ممکنه ده دمړو شمیر نوره هم زیات شی . دیمن امنیتی سرچینو وئیلی دی ، دسعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو نن پرله پسې اوه ځله دصنعاء په شعوب سیمې کې دپولیسو په مرکز چې د هستوګنې سیمې په مینځ کې دی بمباری کړی او داهم وئیل شوی چې په دغو یرغلونو کې یو شمیر عام خلک هم قربانی شوی دی . سرچینې وئیلی په دغه بند کې کابو یو سل اتیا هغه بندیان ساتل کیدل چې زیاتره ئې دجنګ په جبهو کې نیول شوی او ټاکل شوې وه چې په راتلونکو څو ورځو کې خوشی شی .
له دې مخکې دملګروملتو هم بیګا پخپل یوه راپور کې په یمن کې د اته میلیونه کسانو دبوږنونکی وضعیّت په باب خپله اندیښنه ښودلې او د دیمن بې وزله خلکو ته د انسان دوستۍ د مرستو درسونې لپاره ئې د سعودی عربستان له خوا دیمن د سترو لارو دسملاسی خلاصولو غوښتنه ئې کړې ده.
parstoday.com