IQNA

په برازیل کې د قرآن کریم د سپکاوی ویډیو کلپ جوړولو باندې نیوکه

10:32 - October 19, 2017
د خبر لمبر: 3480740
نړیواله ډله: د برازیل دوه سندرغاړې او هنرمند د قرآن کریم مقدس کتاب سپکاوی ویډیو کلپ جوړول د مسلمانانو نیوکو او سخت اعتراض سره مخامخ شوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د andaluspress.com خبرونو ویبپاڼه نه په نقل، د برازیل دوه سندرغاړو، یو سندر د ویډیو کلپ په شکل کې خپره کړې چې په دغه سندره کې یی د قرآن کریم آیتونو نه استفاده کړي.

په دغه ویډیو کلپ کې چې په کې د رقص او نامناسبه انځورونه ښودلې کېږي د قرآن کریم د سپکاوی لپاره د آیتونو نه استفاده شوي چې په عربی او اسلامی هیوادونو کې سختو نیوکو او اعتراض سره مخامخ شوي دي.

دا ویډیو کلپ د مسلمانانو اعتراض او نیوکو له وجهې په یوټیوب کې خپرېدو باندې بندیز ولږېدو، خو ولی یو بل ټولنیزې پاڼې «هغه ویډیو چې مسلمانان یی چمتو کړل» عنوان سره د خپرولو اقدام ترسره کړي.

د توجه نکته دا ده چې د دغه ویډیو کلپ باندې په یوټیوب کې بندیز نه ورستو بیا هم د برازیل او د دغې سیمې چارواکو له اړخه دې ویډیو ته چې په کې د مسلمانانو او قرآن کریم او اسلام سپکاوې شوې هیڅ توجه نه ورکړي

د اروپا په ځنې هیوادونو لکه ایتالیا، یونان، ایرلند، فنلاند، آلمان او... کې د مقدساتو توهین او سپکاوې جرم ټاکلې شوي او قانونی سزا لري.

http://iqna.ir/fa/news/3653216


captcha