IQNA

د امام علی علیه السلام د زیارت له اړخه د اربعین قرآنی ځایونه جوړول

14:18 - October 17, 2017
د خبر لمبر: 3480734
نړیواله ډله: د امام علی علیه السلام حرم سره تړلې دارالقرآن د امام حسین علیه السلام اربعین کې د زائرانو لپاره د قرآنی ځایي جوړولو اعلان کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام علی علیه السلام استانې سره تړلې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د استانې د دارالقرآن مشر په دې اړه وویل: دا قرآنی مرکزونه به د عراقی انجمنو او سازمانونو همکارۍ سره د عراق مختلفو ولایتونو سره د کربلا د اربعین زیارت کوونکو لپاره پیل کېږي.

هغه زیاته کړه: د قرآن کریم واړه سورتونو زائرانو ته ښودنې او د قرائت سمول او همدارنګه د امام حسین علیه السلام د اربعین زائیر ته د دغه انجمنو او سازمانونو فعالیتونو پوسټر ورکولو سره پيل کېږي.

علاء محسن کاظم وویل: د دې غونډو چې انجمنو سره پیل شوې دا ده چې د اربعین زیارت کوونکو لپاره قرآنی ځایونه د بغداد، سامرا او دباله ښارونو په لارو کې جوړېږي او دارنګه نور ځایونه به د نینوا ولایت په لاره کې هم د قرآن کریم عالی شورا له اړخه په زیارتونو کې جوړېږي.

هغه تاکید وکړو: د اربعین قرآنی ځایونو پروګرام راروانو ورځو کې به خپل فعالیت په دوه برخو د ښځو او سړو لپاره شورو کوې.

تېر کال د اربعین زیارت کوونکو لپاره قرآنی ۳۰۰ ځایونه د قرآن کریم ښودنې او د قرآن کریم سورتونو تلاوت سمولو لپاره جوړې شوې وې.

http://iqna.ir/fa/news/3650862


captcha